IQNA

په کربلا کې د  بیان  د آزادۍ نړیوال سمینار ترسره شو

6:49 - October 04, 2023
د خبر لمبر: 3488053
ایکنا-(کربلا) د عراق په نجف اشرف کې د حسینی مقدس آستان په همت سره د ګډ ژوند او د بیان د آزادۍ نړیوال سمینار  ترسره شو او د دالازهر دپوهنتون یو استاد هم   ددغه سمینار یو ګډون کونکی ؤ او د امام  حسین علیه السلام د حرم  له زیارت کولو ورسته ئې  ددرستو عراقي پرګنو ګډ سوله ایز ژوند  وستایۀ.

ایکنانیوز دعراق نون له قوله راپور راکړ،  دامام حسین له مقدس آستان سره اړونده  دسولې او خبرواترو فاؤنډیشن  ددوشنبې په ورخې په نجف اشرف کې دغه د بیان آزادۍ او ګډ سوله ایز ژوند په نامې سره نړیوال سمینار ترسره کړ.

د سمینار د مقدماتي کمیټې  یوه مسئول ولید البعاجي  ووئيل، د خبرواترو او سولې فاؤنډیشن  په ډیرو هیوادونو کې د مدنی سولې او ثبات رامینځةکولو  اهتمام کړی او د  عراق په داخل او بهر کې ئې د سمینارونو او غونډو په جوړلو سره  پر تل پاتې سولې ټينګار کړی دی .

هغه ووئيل په دغه نړیوال سمینار کې د نجف اشرف  دعلمیه حوزې عالمانو ،طلبه ؤ، دمصر د الازهر پوهنتون استاد، دتیونس الزیتون پوهنتون  او دغه راز د انډونیشیا دعالمانو دشورا په استازو سره تسرره شو او همداراز د عراق د مختلفو ولایتونو  اسلامی ډلو او اورګانونو ، د کاتولیکانو د  کلیسا او د پولینډ ، سورئې ،مصر او لبنان او  یونانی مسیحیانو استازو  هم پکې شتون درلود.

همایش بین المللی آزادی بیان کربلا و ارادت استاد الازهر به امام حسین(ع)/اماده

په دغه سمینار کې د الازهر پوهنتون استاد شیخ احمد حسین پخپلې وینا کې ووئیل، ډیر ویاړ کوم چې نن  د حضرت امام حسین علیه السلام په مرقد حاضر شوی یم  او  ددغه امام بزرګوار له عاشقانو سره یو ځاي یم  او له دغه مقدس ځایه د رستو عراقي وروڼو او خویندو ته د  مصر د ولس سلام رسوم . هغه ووئيل، دعراق په باب مو یو خبر آوریدلی ؤ او نن مو څه بل څه ولیدل . مونږ دلته د اهل تسنن او اهل تشیَع  د ورورولۍ او د  عربی  او اسلامی پیوستون  شاهدان یوو ، ددوي ترمینځ مو هیڅ فرق  ونه لید او د امام حسین  علیه السالم  له سپیڅلی حرم او  همدغه نجف اشرف مقدس ښاره ټینګار کوو  چې مونږ ټول مسلمانان  یو امت یوو  چې واحد خداي منو او  یو پیغمبر ، یو قرآن او یوه قبله لرو  او باید سره یو موټی او ګډ سوله ایز ژوند وکړو.

 هغه ووئيل هغه کسانو ته  چې په واحد اسلامی امت کې  په تفرقې او درز پسې دي ، وایم ، په یوې کورنۍ او کور هم  اختلافات  یوه طبیعی خبره ده خو مونږ  اسلامی او انساني ورورولی  ساتو او شیخ الازهر هم د  انساني ورورولس سند لاسلیک کړی دی چې  د  مختلفو اسلامی مذهبونو ترمینځ پر ورورولس 

همایش بین المللی آزادی بیان کربلا و ارادت استاد الازهر به امام حسین(ع)/اماده

https://iqna.ir/fa/news/4172868/ 

captcha